IQNA

د ابوظبئ  د  کتاب په نندارتون کې د قرآن او انجیل  نادرې نسخې

15:41 - May 24, 2023
د خبر لمبر: 3487385
ایکنا-(تهران)په  ابوظبئ کې سږکال دکتاب نندارتون  د هغو نادرو  او کم پیداکیدونکو  کتابونو د وړاندې کیدا شاهد دی چې په هغو کې د قرآن کریم او انجیل  دوې تاریخي نسخې هم لیدل کیږي

ایکنا د  له قوله رابور راکړ،د کم موندونکو  کتابونو او خطي  نسخو یو متخصص  شرکت ،له پنځلسمې میلادي پیړۍ سره  اړونده  د قرآن کریم یوه نسخه، اته پنځوس زره یورو  چې  درې لکه شپږ دیرش زره پنځه سوه پنځه نوي درهمه کیږي،  په ابوظبئ کې  پخپل ستال کې نندارې ته وړاندې کړې ده .

پر دغه قرآني نسخې سربیره، د څلور لکه  اتیا زره یورو په ارزښت د  انجیل مقدس کتاب یوه کم موندونکي نسخه  هم نندارې ته وړاندې کړې ده.

ددغه شرکت مالک محمد آصف ووئيل ،دغه نندارتون د کتونکو لپاره دا امکان برابروي څو د قرآن کریم  او انجیل اصلي نسخې  چې باؤري نړیوالې ګواهئ لري ، وګوري او  وائخلي .

دغه  ګواهئ تائيد کوي ، چې ثبت شوي اطلاعات یا نسخې په دقیق ډول ارزول شوي او تائيد شوي دي .

د ابوظبئ د کتاب  نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ (ADIBF)  د ابوظبئ  دنړیوالو نندارتونونو په مرکز کې  د مئ په ۲۲نیټه پیل شوی او د مئ تر ۲۸پورې به دوام ومومي .

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4143135

captcha